فارن فنډنګ او د ترهګرۍ په قضیو کښې د عمران خان ضمانت وغځول شو

0
90

باغی ټي وي رپورټ
د ممنوعه بهرنۍ فنډنګ کيس کښې د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان د حاضرۍ نه د استثنیٰ درخواست منظور کړے شو.

د اسلام آباد د بنکنګ کورټ جج رخشنده شاهين د خارجه فنډنګ کيس کښې د حاضري نه د استثنٰي لپاره د عمران خان د درخواست سماعت اوکړو۔

د عمران خان وکيلانو له حاضري څخه د استثني غوښتنه وکړه، چې محکمې ومنله. بنکنګ کورټ د عمران خان عبوری ضمانت د نومبر تر ۱۰مې پورې غځولی دی.
د اسلام اباد د ترهگرۍ ضد عدالت کې د عمران خان د عبوري ضمانت د درخواست اورېدنه وشوه، د عمران خان خلاف د ترنول په پوليس سټيشن کې درج شوي د ترهګرۍ مقدمه کې د عبوري ضمانت درخواست اورېدنه وشوه.

د عمران خان وکيل د ترهګرۍ ضد عدالت د جج راجه جواد عباس په عدالت کې وړاندې شو، بابر اعوان نن د عمران خان له حاضرېدو څخه د استثني غوښتنه وکړه.

عدالت د عمران خان د حاضری نه د استثنیٰ درخواست منظور کړو او سماعت یې تر نهم نومبر پورې وځنډولې.
…………………

Leave a reply