د هند په ګجرات ایالت کې د ماچو په سیند کې د یوه پل د نړېدو له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي

د هند په ګجرات ایالت کې د ماچو په سیند کې د یوه پل د نړېدو له امله لږ تر لږه ۷۰ کسان مړه شوي دي
د هندي چارواکو په حواله د دغه پله د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې بشپړې شوې وې، د لږ وزن لپاره ډیزاین شوې وې. د ګجرات ایالت وزیر د دې پېښې د تایید پرمهال لیکلي، چې د قربانیانو کورنیو ته به تاوان ورکړل شي. مودي همدا راز اعلان وکړ چې د وژل شویو کسانو خپلوانو ته به ۴۲۳۰ ډالره او ټپیانو ته ۶۰۰ ډالره ورکړي.
(2022 / 10 / 31 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
هندي رسنیو خبر ورکړی، چې د ګجرات په ایالت کې یو پل سیند ته غورځېدلی، چې له امله یې لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي دي.
په پریس ټرسټ اف انډیا خبري اژانس کې د خپرو شویو لومړنیو معلوماتو پر بنسټ، دغه بې وخته پل د یکشنبې په ورځ د اکتوبر په ۳۰ مه د ګجرات ایالت په لوېدیځ سیمه کې د مچو سیند ته ولوېد چې له امله یې لږ تر لږه ۷۰ کسان ووژل شول، خو د قربانیانو شمېر له دغې اوس اوښتی دی.
د دغه خبری آژانس د رپوټ له مخې د پله د نړېدو له امله په سلهاو کسان هم په ماچو سیند کښې ډوب شوی دی چې دقیق شمېر یې ۴۰۰ تنه دی.
د هندي چارواکو په حواله د دغه پله د جوړولو چارې چې څه موده وړاندې بشپړې شوې وې، د لږ وزن لپاره ډیزاین شوې وې.
اړوند موضوعات:
په هند کې ۴ کسانو ځنګلي مارڅکي سره ډله اییز جنسي تیرې کړې دې
د ګجرات ایالت وزیر د دې پېښې د تایید پرمهال لیکلي، چې د قربانیانو کورنیو ته به تاوان ورکړل شي. مودي همدا راز اعلان وکړ چې د وژل شویو کسانو خپلوانو ته به ۴۲۳۰ ډالره او ټپیانو ته ۶۰۰ ډالره ورکړي.






