د عمران خان په ضد د توشه خانه قضیه، نن په اسلام آباد هایی کورټ کښې اوریدنه کیږي

0
203

باغی ټي وي رپورټ
د توشه خانه ريفرنس کښې د عمران خان نااهلي خلاف دائر درخواست باندې به نن اسلام آباد هائي کورټ کښې سماعت کيږي۔

د عمران خان قانوني ډلې د رجسټرار دفتر لخوا پورته شوي ټول اعتراضونه لرې کړل.
ياده دي وي چي د رجسټرار دفتر لخوا د اسلام آباد هائي کورټ رجسټرار عمران خان په درخواست باندي يو شمير اعتراضونه پورته شوي وو۔

اعتراض کښې وئيلي شوي وو چې د عمران خان بايومټرک تصديق نه دې شوې او د درخواست سره د عمران خان د نااهلۍ فيصلې تصديق شوې کاپي هم نه ده لګولې شوې۔

ياده دي وي چي عمران خان د اسلام آباد هائي کورټ څخه د نااهلي پریکړه غير قانوني ګرځولي ده۔

Leave a reply