په دې هیواد کښې شتمنو لپاره عدالتونه د شپې ۱۲ بجې پرانستل شی او غریبانو ته د ورځې هم انصاف نه ورکول کیږي: سیراج الحق

0
170

باغي ټي وي رپورټ
د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې د مسلم ليګ ن، پي ټي آئي او پيپلز پارټۍ نا اهله قيادت ملک تباه کړے دے۔

په مینار پاکستان ګراؤنډ کې د جماعت اسلامي یوتھ تر سیوري لاندې د پاکستان زنده باد یوتھ لیډرشپ کنونشن ته په وینا کې د جماعت اسلامي امیر سراج الحق اوویل چې پنجاب د مسلم لیګ نه ګوند ویجاړ کړو او پاکستان تحریک انصاف ګوند KPK صوبه اقتصادي توګه ویجاړه کړې ده .
د جماعت اسلامي امير وويل دلته د شپې په دولسو بجو هم د امير لپاره عدالت خلاصيږي، خو غريبانو ته د ورځې په دولسو بجو هم انصاف نه رسيږي.

سراج الحق زیاته کړه چې د عمران نیازي ژړا سمه ده، هغه د اسټیبلشمنټ له لوري له ډي چوکه پورته شو او لومړی وزیر یې جوړ کړ، د ده جوړ لنگرونه نن وران دي، مونږ د قرآن او نظام مصطفی په شان فلاحي ریاست جوړول غواړو.

ده ووئيل جماعت اسلامي شفاف قيادت لري، مونږ د سېلاب ځپلو سره مرستې كولو كښې پاتې نه یو راغلي او ددوی بشپړ مرستې مو کړي.

Leave a reply