د ښځینه خبریالې صدف چې د عمران خان کانټینر څخه راغورځیدلې او مړه شوې وه، د ځنازې مونز ی ادا کړې شو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د لانګ مارچ په مهال د وژل شوې خبريالې صدف نعيم د جنازې لمونځ په اچهره کښې ادا کړے شو چې ورسته هغه د لاهور په مياني صاحب هديره کښې خاورو ته وسپارل شوه.
د جنازې په لمانځه کښې د پي ټي آئي، مسلم ليګ ن او پيپلز پارټۍ مشرانو نه علاوه د پريس کلب چارواکو او صحافيانو په ګڼ شمير کښې ګډون اوکړو۔
صدف نعیم د سادوکي سره نزدې په جي ټي روډ باندې د یو کانټینر لاندې د راپریوتو وروسته مړه شوه، هغه د لانګ مارچ کاروان سره روانه وه او د کانټینر سره روانه هم لیدل شوې وه.
له پېښې وروسته عمران خان له خپل موټر څخه ښکته شو او لانګ مارچ یې تر راتلونکې ورځې پورې د ځنډولو اعلان وکړ.
صدف له تېرو دولسو کلونو راهيسې له ژورنالېزم سره تړلې، يو زوی او يوه لور لري، په داسې حال کې چې له درېيو خويندو او يو ورور څخه دويمه مېرمن وه.
…………………….






