پنجاب حکومت د ې خبریالې د وژنې پلټنې وکړي، که داسې نه کوي نو بیا به وفاقي حکومت خپله ذمه واري ترسره کړي

0
75

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وفاقي وزير رانا ثناء الله وئيلي دي چې د پنجاب حکومت ذمه واري ده چې د بې ګناه خبريالې د وژنې پلټنه وکړي که نه نو وفاقي حکومت به خپله قانوني ذمه واري پوره کوي.

د پي ټي ائي لانګ مارچ په مهال د کنټينر لاندې د وژل شوې زنانه خبريالې صدف نعيم په اړه په ټويټر يو بيان کې د داخله چارو وفاقي وزيرې رانا ثنا وويل چې د صدف نعيم ملګري خبريالانو ويلي چې صدف وهل شوې وه.
دکورنيو چارو وفاقي وزير وويل چا چې فشار راوړى هغه دې ونيول شي، دقانون تقاضې دې پوره کړل شي، ددې شاهدۍ وروستو د پيښې پلټنې ضروري دي.

رانا ثنا وويل چې په موقع موجود خبريالانو له څرگندونو وروسته خبره مشکوکه شوې ده.

ده ووئيل دا د پنجاب حكومت قانوني ذمه واري ده چې د بې ګناه خبريالې د دردناكې مرګ په اړه پلټنې وكړي٬ كه پنجاب حكومت خپل قانوني او انساني ذمه واري پوره نه كړه نو وفاقي حكومت به خپله قانوني ذمه واري پوره كوي۔
ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف د لانګ مارچ په موقع کامونکي ته په لاره د عمران خان د کنټينر لاندې راپريوتو د عمران جي ټي وي يوه ښځينه خبرياله مړه شوې وه.

له پېښې سمدستي وروسته پخواني لومړي وزیر عمران خان د نن ورځې لاریون لغوه کړ.

نوموړي په خطاب کې وويل، چې له بده مرغه نن يوه حادثه رامنځته شوې ده، ټاکل شوې وه چې نن کامونکي ته ولاړ شو، خو د پېښې له امله لغوه شو.

هغه وويل، نن مو لاريون پای ته ورساوه او سبا به له کامونکي څخه خپل لاريون پيل کړو، د يوې حادثې له امله مو ننۍ لاريون لغوه کړ او د يادې خبريالې له کورنۍ سره يې خواخوږي څرګنده کړه.
…………………………….

Leave a reply