ایف آیی اې نن کراچۍ کښې عمران خان د مني لانډرنګ په قضیه کښې راغوښتې دې

باغی ټي وي رپورټ
ايف آئي اے د مني لانډرنګ کيس کښې عمران خان نن کراچۍ کښې احضار کړے دے۔
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان ته امر شوی چې نن ماسپښین دوه بجې د ایف آی اې کراچۍ دفتر کې حاضر شي.
په عمران خان تور دی چې د طارق شفیع اکاونټ نه یې د پي ټي ايي اکاونټ ته ۵.۶۲ میلیونه روپۍ اخستي دي.
ياده دې وي چې د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د کراچۍ سټيټ بينک سرکل ايف آئي اے د کراچۍ د بينک اکاونټ له لارې د بهر نه د پيسو د غيرقانوني منتقلي ثبوت ترلاسه کولو وروستو د پي ټي آئي خلاف مقدمه درج کړې وه.
په مقدمه کې سید عارف مسعود نقوي، د پي ټي آئي چارواکي طارق شفیع او محمد رفیع لاکاني نومونه شامل دي، په ایف آئي آر کې د غیرقانوني پیسو په منتقلولو کې د ملک او بهرنۍ کمپنۍ هم شاملې دي.
طارق شفیع، چې د ابراج ګروپ د عارف مسعود نقوي نږدې ملګری او د پي ټي آی د مرکزي مالياتي بورډ غړی دی، د ایف آی اې د تحقیقاتو په ترڅ کې روښانه شو.
د پلټنو په مهال معلومه شوه چې د والټن کرکټ لمیټډ له اکاونټ څخه په کراچۍ کې د یوه بهرني بانک په څانګه کې د طارق شفیع اکاونټ ته ۵۵۷ زره ډالر انتقال شوي او د همدغه اکاونټ څخه شخصي بانکي اکاونټ ته انتقال شوي دي او په ۸م میی په اسلام اباد کې د پاکستان تحریک انصاف ګوند بانکي حساب ته انتقال شوي دي.





