وزیراعظم شهباز شریف د ښځینه خبریالې صدف نعیم په مرګ خواشینې څرګنده کړې ده
باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم شهباز شريف په لانګ مارچ كښې د يوې زنانه خبريالې په مړينه د غم دړد څرګندونه كړې۔
وزيراعظم شهباز شريف د پي ټي آئي لانګ مارچ دوران مړه شوې زنانه خبريال صدف خاندان لپاره د پنځوس لاکه روپو امداد اعلان هم کړے دے۔
وزيراعظم اړوندو چارواكو ته هدايات كړې چې په سمدستي توګه دې عمل بشپړ كړي او كورنيو ته دې چیکونه وركړي۔په خپل ټويټ كښې وزيراعظم ووئيل هغه د لانګ مارچ كنټينر نه د راپرېوتلو وروستو د خبريالې صدف نعيم په مړينه ژور خفګان لري۔
هغه وويل چې په دې غمجنه پېښه چې څومره خواشينى شي کم دى، کورنۍ ته يې د تسليت مراتب وړاندې کوي.
هغه وويل صدف نعيم يوه فعاله او محنتي خبرياله وه او د وژل شوې کورنۍ ته دجميل صبر دعا کوو.