ټرمپ: افغانستان کې د امریکا ماموریت تر ټولو شرموونکی ماموریت ؤ

0
115

ټرمپ: افغانستان کې د امریکا ماموریت تر ټولو شرموونکی ماموریت ؤ 

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا افغانستان کې د امریکا پر نظامي ماموریت سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې افغانستان کې د امریکا ماموریت تر ټولو شرموونکی ماموریت ؤ.

 

(2021 / 9 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ یوځل بیا افغانستان کې د امریکا پر نظامي ماموریت سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې افغانستان کې د امریکا ماموریت تر ټولو شرموونکی ماموریت ؤ.

نوموړي همدارنګه افغانستان کې د بایډن په ماموریت هم سختې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې د بایډن د تخلیې د ماموریت د کمزورۍ له وجې د کابل هوايي ډګر کې دیارلس امریکايي عسکر هم ووژل شول.

په دې وروستیو کې د بایډن په ماموریت امریکا کې پراخې نیوکې کېږي، څه مودت وړاندې د امریکا پخواني د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو هم ویلي ؤ چې د بایډن د ماموریت د کمزورۍ له وجې امریکا په نړیواله کچه خپل باور له لاسه ورکړی دی.

Leave a reply