د عمران خان لانګ مارچ ، ښځینه خبریاله د کنټینر څخه راغورځیدلې او ساه ی ورکړې ده
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د تحریک انصاف په لانګ مارچ کښې یوه ښځینه خبریاله کامونکی ته پر لاره د عمران خان کانټینر څخه لاندې راکوزید چې را اوغورځیدله او تر کانټینر لاندې شو او مړه شوه.
د پاکستان تحریک انصاف لانګ مارچ په دریمه ورځ هم دوام لري. کامونکي ته پر لاره ترافيکي پېښه شوې ده.
کامونکی ته پر لاره د عمران خان کانټینر لاندې د یوه نیوز چینل یوه ښځینه خبریاله د رالوېدو له امله مړه شوه.
ه پېښې وروسته د عمران خان موټر پر جي ټي روډ ودرول شو او له پېښې وروسته عمران خان پخپله له موټره ښکته شو.
د ریسکیو ویاند وینا ده چې دغه زنانه خبریاله د کنټینر نه د ښکته کیدو په مهال د عمران خان کنټینر لاندې غورځیدلې ده.
تر حادثې وروسته عمران خان مارچ ودراوه او په خطاب کې يې وويل چې له بده مرغه يوه حادثه شوې ده او موږ بايد کامونکی ته ځو خو د حادثې له امله مارچ ودرول شو، مارچ به سبا له کامونکی څخه بيا پيل شي.