د خیبر پښتونخوا په کرم ضلع کښې پولنګ پای ته رسیدلې دې ، غیرسرکاري نتیجه راتلل پیل شوي دي

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا د کرمې ضلعې حلقه این اے 45 کښې پولنګ نن سحر له نهو بجو څخه پیل شوې وو چې وس تر ۵ بجو پورې پای ته رسیدلې دې.
په حلقه این اے 45 کښې د پی ټی آئی چیرمین عمران خان او د پی ټی ایم امیدوار جمیل خان په شمول 16 امیدواران په مقابله کښې دی.
د ضمني انتخاباتو په لړ کې د رای اچونې بهیر د سهار له ۹ بجو څخه پیلیږي چې د مازدیګر تر پنځو بجو به پرته له کومې وقفې دوام وکړي.
د کرم ضلعي حلقه اين اے 45 سيټ د پي ټي آئي ايم اين اے ملک فخر زمان د استعفي له وجي خالي شوے وو چرته چي عمران خان او جميل خان اوس په مقابله کښي دي۔
د ضلعې الیکشن کمشنر عبدالرؤف خان وینا ده چې په دې حلقه کې د رجسټرډ ووټرانو شمیره یو لاکه 98 زره 618 ده په کوم کې چې په حلقه کې د 143 پولنګ سټیشنونو څخه 24 ډیر حساس او 119 حساس اعلان شوي دي.
د ولسي جرګې د ټاکنو په تړاو پرون ټاکنیز توکي ضلع کرم ته لیږل شوي وو.
…………………






