د پاکستان سیاست په اړه د نومبر میاشت ډیره مهمه ده: وزیردفاع، خواجه محمد آصف

باغی ټي وی رپورټ
د دفاع وزیر او د مسلم لیګ (ن) مرکزي مشر خواجه اصف ویلي د نومبر میاشت به له سیاسي پلوه یوه د پریکړې میاشت ثابته شي.

سیالکوټ کې مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال ددفاع وزیر خواجه اصف ویلي چې د اختلاف باوجود ټول راټول شوي خلک پوهیږي چې د عمران خان اصلی څیره د ولس مخې ته راغلې ده، د هغه غلط فهمي به په څو ورځو کې لرې شي.
خواجه اصف ويلي راتلونکې مياشت د سياست له لحاظه ډېره مهمه ده، د نومبر مياشت به په سياسي لحاظ فيصله کوونکې ثابته شي، آئين وزيراعظم ته د پوځ د سرلښکر ټاکلو واک ورکړی دی، آيا عمران خان د پوځ د مشر په اړه فکر کړی؟ ټاکنه د سیاستوالو برخه ده، که سیاستوال په خپل منځ کې د پوځ مشر وټاکي نو څه به پاتې شي؟
هغه وويل پوځ به نومونه ددفاع دوزارت له لارې استوي، دپوځ سرلښکر ټاکل دوزيراعظم اختيار دى، عمران خان دقومي اسمبلۍ غړى نۀ دى، هغه څنګه مشوره ورکوي، دعمران خان اجنبي په ټوله پروسه کې هیڅ رول نلري.
ده ووئيل عمران خان ستا لپاره څه نه دي پاتې، ښې ورځې راځي او ځي خو ښې ورځې په نوښتونو نه راځي، عمران خان له څو اوونيو راهسې اسټيبلشمنټ په نښه کوي، د عمران خان بيان په هند کې د ګډوډۍ لامل ګرځېدلی، يو. د پي ټي ايي يو کس په هندي چينل کې هم خبرې نه شي کولی، هند له دريو ورځو راهيسې د ده د بيانونو په حواله پروپاګند کوي، عمران خان هند ته موقع ورکړې ده او هند د عمران خان نیوکو څخه ګټه پورته کوي.
………………………..

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载