کراچۍ کښې د دو اهلکارو وژنه، د تورن کسانو په ضد د لټون عملیات پیل شوي

0
179

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په مچهر کالونۍ کې د ټیلي کام کمپنۍ د دوه کارکوونکو د وژنې په پېښه کې د ککړو کسانو د نیولو لپاره د کراچۍ ښار د ډي آئي جي ساوتھ په امر د لټون عملیات روان وو .

ايس ايس پي کيمري وويل، پوليسو د مچل کالونۍ په ځنګله سيمه کې د تورن کس په لټه کې تلاشي عمليات کړي، چې د مخابراتي شرکت دوه کارکوونکي يې شکنجه کړي او وژلي يې دي.

هغه زياته کړه، چې د عملياتو پر مهال وسله والو مخالفينو پر پوليسو ډزې وکړې، چې په ترڅ کې يې يو وسله وال مخالف ټپي شوى دى.
پوليس زياتوي چي د ژوبل شوي ملزم پيژندګلو د محمد شريف عرف شرفو په نوم شوي ده، نيولي شوي زخمي ملزم فوټيج کښي د خصوصي مخابراتي کمپني ملازمينو باندي تشدد کولې شي۔

پولیس وايي، دوی د نورو وسله والو په لټه کې دي چې د عملیاتو پر مهال یې پر پولیسو برید کړی و.

ياده دي وي چي تيره ورځ ډي آئي جي ساوتھ عرفان بلوچ په 24 ساعتونو کښي دننه مقدمه کښي د نامزد ملزمان د ګرفتارولو حکم ورکړے وو چي تر اوسه پوري په مقدمه کښي 37 ملزمان نيولي شوي دي چي پکښي د زخمي ملزمانو په شمول 6 ملزمان نامزد دي۔ .
…………………….

Leave a reply