د پاکستان تحریک انصاف عمران خان مارچ یو ناکامه مارچ دې: وفاقي وزیر احسن اقبال

0
166

باغی ټي وي رپورټ
د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال د پاکستان تحريک انصاف لانګ مارچ ناکامه مارچ بللی دی.

خپل يو بيان کښې احسن اقبال وويل د لاهور نه پس نورو ښارونو هم د عمران خان لانګ مارچ رد کړے دے، د عمران خان لانګ مارچ شارټ مارچ شوے دے.
وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چي لانګ مارچ د څو ساعتو ځنډ نه پس يو څو ميله هم نه شي تللي، که خلک سره نه وي نو داسي ناکامي ده، د لانګ مارچ په مهال کړاو د دوي مايوسي څرګندوي۔

بل لوري ته د اطلاعاتو وزيرې مريم اورنګزېب ويلي دي خلک د ې د عمران خان د لانګ مارچ څخه خپل د خاندان غړي بچ کړي، نوموړي اوویل چې عمران خان غواړي وینه توی شی او مړي وشی نو په داسې وخت کښې عام اولس باید خپل د خاندان غړي ددې مارچ څخه بچ کړي.
دا خبره د یادونې ده چې وفاقي حکومت د پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د لانګ مارچ په ضد سپريم کورټ کښې د درخواست دائر کولو فيصله کړې ده۔

دسرچينو ترمخه د علي امين ګنډاپور د ادعا شوي آډيو ليک په اړه به سپريم کورټ کې درخواست دائر کړل شي.
………………………

Leave a reply