د عمران خان په لانګ مارچ کښې هم د عمران خان په ضد د ساعتونو غل شعارونه پورته شو

فایل فوټو
باغی تي وي رپورټ
د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په ضد لانګ مارچ کښې د ساعتونو غل نعرې پورته کړې شوې.
په سوشل ميډيا د عمران خان په ضد د نعرو وهلو ويډيو وائرل شوې ده، په ويډيو کښې يو کس ليدل کيږي چې د عمران خان کانټينر د تېرېدو نه پس د ساعت غل نعرې وهي.
“ہر طرف گھڑی چور کے نعرے” مکافات عمل! pic.twitter.com/ULAfGmUDDJ
— Hina Parvez Butt (@hinaparvezbutt) October 30, 2022
د پاکستان مسلم ليګ (ن) مشرې حنا پروېز بټ هم د دې ويډيو د شريکولو پر مهال پر پي ټي ايي نيوکه کړې او په ټويټ کې يې هر ځای د “چور وګورئ” شعارونه ليکلي دي.
ياده دې وي چې تر دې وړاندې په لاهور کې هم د عمران خان پر ضد د غري چور شعارونه پورته شوي وو.
لاهور کې د عمران خان د راروانې جلسې په موقع يو شمېر خلکو د ساعت غل نعرې وهلې او د عمران خان د تېرېدو نه وروستو يو کس يو کس په زوره زوره دا نعرې اووهلې چې عمران خان د ساعتونو غل.
……………………….






