کابل کې د کرکټ نړیوال لوبغالی جوړیږي او د ځمکې ارزونه یې کیږي.
کابل کې د کرکټ نړیوال لوبغالی جوړیږي او د ځمکې ارزونه یې کیږي.
29 اکتوبر 2022
د ښار او کور جوړولو وزارت په خپله یوه خبرپاڼه کې خبر ورکړی چې د کابل الوخیلو سیمه کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي د جوړیدو لپاره د ځمکې ارزونه ترسره کیږي.
د کور او ښار جوړولو وزارت د اسلامي امارت د کابینې د پریکړې په اساس د الوخیلو په سیمه کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي اړوند ځمکې چې کابل کې موقیعت لري بررسي کیږي یاده بررسي به د افغانستان کرکټ بورد په ملتیا ترسره کیږي.
په کابل کې د کرکټ د نړیوال لوبغالي نقشه چې د 25 زرو نندارچیانو ظرفیت به ولري، په 100 جریبه ځمکه کې جوړیږي، چې د جوړیدو چارې به یې زر پیل شي.
اړوند موضوعات
د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د نیوزیلنډ پر وړاندې لوبه لري
د دې لوبغالي طرحه ډیزاین، د سیمې ارزیابي او د کار د شروع کیدو زمینه به زر برابره شي.