عمران خان د خبرو اترو قابل نه دې، هغه یو دروغجن سړې دې: وفاقی وزیراعطلاعات، مریم اورنګزیب

0
224

اغي ټي وي رپورټ
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب د پاکستان تحريک انصاف چيئرمېن عمران خان دروغجن بللي او وئيلي يې دي چې هغه د مذاکراتو وړتيا نه لري .

اسلام اباد کې دخبرو اترو په مهال مريم اورنگزېب وويل انتخابات به په احتجاجونو ، ګواښونو او ګډوډي جوړولو نۀ شي ګټلى بلکې ټولټاکنې به دخپلې آئيني دورې تر بشپړيدو وروستو ترسره کيږي.

د پي ټي آئي سره د مذاکراتو په اړه د پوښتنې په ځواب کې مريم اورنګزېب وويل عمران خان دروغجن دی. په واضحه توګه وئيلي شوي دي چې عمران خان ورسره د مذاکراتو توان نۀ لري.
هغه وويل، د هغه چا سره خبرې نه شي کېداى چې د مړو په ايښودلو بوخت وي، په لارو کوڅو کې خبرې اترې نشته.

د اطلاعاتو وفاقي وزير وويل چې د عمران خان سره د خبرو اترو لپاره کومه کميټي نه ده جوړه شوې، ښايي د معمول اجلاس د کميټۍ جوړولو غلطه شوې وي۔
یو سړي هیواد له اقتصادي پلوه مفلس کړ، هغه سړي خپله ټوله هڅه وکړه چې هیواد یې سریلانکا جوړ کړي، هغه سړی وایي چې د ده پر ضد یوه نړیواله دسیسه وه، په حقیقت کې دا سړی پخپله یوه نړیواله دسیسه ده، دې سړي د پاکستان ډیپلوماټیکې اړیکې خرابې کړې، دا سړی غواړي خپله نیمګړې اجنډا پوره کړي، د څلورو کلونو لپاره دا بهرنۍ تمویل شوې فتنه په هیواد مسلطه شوې، څلور کاله ځنډیدلې پروژې بیا پیلیږي.
مريم اورنګزېب د پي ټي آئي په چيئرمېن نيوکه کړې او زياته کړې يې ده چې تاسو په کنټينر ولاړ وو، شهباز شريف په پنجاب کې روغتونونه، سړکونه جوړ کړل، شهباز شريف د ملک د اقتصاد، سفارتي تعلقاتو، اقتصادي بحالۍ، امن، د سېلاب ځپلو په بحالۍ کې هم بوخت يو. نن تاسو په کانتینرونو ولاړ یاست او کثافات خرڅوئ، مریم اوویل چې ستاسو د 2014 او نن په ژبه کې هیڅ توپیر نشته.
……………………………………………

Leave a reply