په کانټینر د پي ټي آیی مشرانو ترمینځ تودې خبرې، اسد عمر ددې په اړه وضاحت کړې دې

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د لانګ مارچ په مهال د پاکستان تحريک انصاف د مشرانو ويډيو په سوشل ميډيا وائرل شوې ده۔

په وائرله شوي ویډیو کې اسد عمر او حماد اظهر په بحث کې لیدل کیدی شي، په سوشل میډیا تبصره شوې چې په مارچ کې د ګډون کونکو د شمیر په اړه د پی ټي آی د مشرانو تر منځ بحث شوی.

د اسد عمر او حماد اظهر تر منځ د خبرو ویډیو هم د مسلم لیګ (ن) په سوشل میډیا پېچ کې شریکه شوې او په کېپشن کې یې ویلي چې ناکام شوي کسان ملګري نه لري.
په دې اړه د پي ټي آئي مشر اسد عمر جیو نیوز سره خبرو کښې اوویل چې یو چا داسې تبصره کړې چې اسد عمر د مقامي مشرانو نه په غوسه دی چې ولې د ګډونوالو شمیر کم دی خو په ویډیو کلپ کښې هیڅ غږ نه اوریدل کیږي.

اسد عمر وويل چې دغه پيښه په مارچ کې شامل جنريټر خرابيدو له امله رامنځته شوې ده، دوهم جنريټر په مارچ کې دګډون کوونکو په ګاډو کې بند پاتې شوى ؤ، جنريټر دکنټينر په رسولو کې دځنډ سره مخ شو.

د پاکستان تحريک انصاف سيکرټري جنرل وئيلي دي چي مونږ د لاهوريانو جوش او جذبه وليده نو ډير خوشحاله شو.
……………………………..

Leave a reply