حکومت د عمران خان لانګ مارچ په اړه یوه کمیټي جوړه کړې ده چې نهه غړي پکښې شامل دي

0
98

باغی ټي وي رپورټ
وزيراعظم د لانګ مارچ په اړه د وفاقي كابينې كمېټۍ جوړه كړې۔

دسرچينو ترمخه دکورنو چارو وزير رانا ثناء الله په مشرۍ کې جوړې شوې کميټۍ کې 9 غړي شامل دي.

دسرچينو ترمخه په کميټۍ کې اياز صادق، خواجه سعد رفيق، قمر زمان کائره، خالد مقبول صديقي، ميا افتخار، مولانا اسد او مريم اورنګزيب هم شامل دي په کومه کې چې دغه کميټۍ دامن او نظم برقرار ساتلو او دسياسي خبرو اترو لپاره جوړه شوې وه. لانګ مارچ ته تللی دی
سرچينې وايي که څوک د لانګ مارچ په اړه خبرې کول غواړي نو د کميټۍ سره به يې کوي.

دسرچينو له مخې وزيراعظم وئيلي دي چې مونږ جمهوري خلک يو اؤ مذاکراتو ته تيار يو خو چا ته به اجازه ورنه کړو چې قانون پخپل لاس کې واخلي.
…………………………..

Leave a reply