عمرا ن خان فیصل واوډا د ګوند څخه اوویستل

0
169

باغی ټي وي رپورټ

د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان خپل پخوانی ملګری فیصل واوډا له ګونده ایستلی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان څو ورځې وړاندې په یوه خبري غونډه کې د پخواني وزیر فیصل واوډا پر ضد د سختو ګامونو اخیستو وروسته د هغه بنسټیز غړیتوب ختم کړ.

د پي ټي ائي په ټويټر اکاونټ باندې د عمران خان په لاسليک سره جاري شوي نوټيفيکيشن کښې وئيلي شوي دي چې فيصل واوډا د خپل بنيادي رکنيت ختمولو د پارټې شو کاز نوټس ته جواب نه دے کړے.

د پي ټي آئي په وینا، فیصل واوډا ته د اکتوبر په 26 د پارټۍ پالیسي سرغړونې لپاره د شوکاز نوټس جاري شوې وو.
پاکستان تحریک انصاف د فیصل واوډا بنیادي غړیتوب معطل کړی دی.

د پي ټي آئي سنده صدر علي زيدي فيصل واوډا ته شوکاز نوټس جاري کړے دے په کوم کښې چې وئيلي شوي دي فيصل واوډا د پارټي پاليسۍ سخته خلاف ورزي کړې ده، په دوه ورځو کښې دې وضاحت ورکړي چې ولې د هغه بنيادي رکنيت نه معطل کول پکار دي؟

د شوکاز نوټس کې ویل شوي چې فیصل واوډا تر هغه پورې په میډیا کې د تحریک انصاف استازیتوب نه شي کولی تر څو چې هغه معطل شوی وي.
ياده دې وي چې اسلام اباد کې د خبري غونډې پر مهال فيصل واوډا ويلي وو چې په لانګ مارچ کې به وینه توی شي او جناز به اوچتې شي چې په پایله کښې ی عمران خان ورته شو کاز نوټس جاري کړې وو او وس د ګوند څخه هم اوویستل.
………………………..

Leave a reply