د عمران خان حقیقي آزادۍ لپاره اوږد مارچ، په لومړې ورځ د مارچ ګډون وال داتا دربار ته رسیدلي

0
42

باغی ټي وي رپورټ
د عمران خان په مشرۍ د حقیقي ازادۍ مارچ په نوم له لبرټي چوک څخه پیل شوی مارچ د لومړۍ ورځې په پای کې د شپې ناوخته داتا دربار ته ورسېد.

د لانګ مارچ په پیل کې خپله وینا کې عمران خان وویل چې لانګ مارچ د کوم سیاسي یا شخصي مقصد لپاره نه دی، زما یواځینی هدف هېواد ته رښتینې ازادي ورکول دي، زه غواړم چې د هېواد په اړه پرېکړې باید ونه شي. په لندن یا کوم بل هیواد کې، موږ غواړو چې بنسټونه پیاوړي شي، زموږ نیوکه رغنده ده.

د پي ټي آئي لانګ مارچ بل سټاپ د کلمه چوک نه په اچره کښې وو چرته چې عمران خان خپل خطاب کښې اوويل چې دا د دې ملک تر ټولو لوې آزادۍ تحريک دے، مونږ په ملک کښې د قانون حاکميت غواړو نه د ځنګل قانون.
له اچهرا څخه دا لانګ مارچ د مزنګ چونګي چوک ته ورسېدو چې پکې د استقباليه کېمپ جوړ کارکونکو د مارچ د لارې هرکلی وکړو.

لانګ مارچ د مزنگ چونګي چوک نه ايم اے او کالج چوک ته رسيدلى چرته چې عمران خان وئيلي دي چې مونږ د دننه او بهر د چا غلامي کولو ته تيار نه يو، لکه څنګه چې ارشد شريف ته گواښ شوى وو نو هغه دې د ملک نه بهر لاړ شي.

د ايم اے او کالج چوک نه لانګ مارچ د پي ايم جي چوک ته رسيدلے چرته چي د لاهور بار د وکيلانو لخوا جوړ شوي استقباليه کيمپ کښي برخه اخستونکو وکيلانو د مارچ د ګډونوالو هرکلي اوکړو او ويي ويل چي زه ګورم وارداتي حکومت او د هغوي سهولت کاران به د خلقو نه ډاريږي، زموږ سفر به تر هغه دوام وکړي تر څو چې موږ ریښتینې ازادي ترلاسه کړو.
د پي ايم جي چوک نه دا لانګ مارچ داتا دربار ته رسيدلې چرته چې عمران خان د لانګ مارچ د لومړۍ ورځې د ختمولو اعلان وکړو، د لانګ مارچ ګډونوال به نن له شاهدره نه ګوجرانواله ته ځي.
…………………………………………

Leave a reply