د پاکستان په فوځ او ملکی ادارو نیوکې ، هند کښې عمران خان ډیر زیات مشهور شو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف مشر عمران خان په هندي رسنیو کې د بنسټونو پر ضد د خبرو له کبله مشهور شو.

ياده دي وي چي د پاکستان تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان په مشرۍ کښې د لاهور له لبرټي چوک څخه د اسلام آباد په لور لانګ مارچ پېل کړی دی.

عمران خان په هندي رسنیو کې د بنسټونو پر ضد د خبرو له کبله مشهور شوی دی.
د پي ټي ائي مشر فياض الحسن چوهان ته د يو هندي چينل اينکرپرسن ويلي وو چې هند د عمران خان اجنډا پېژني، عمران خان غواړي ISI افشا کړي او له همدې امله په هند کې شهرت لري.

هندۍ زنانه اینکر د پي ټي ائي مشر فیاض چوهان ته ویلي چې ستاسو ګوند د خپل ریاستي ادارې په کټ کې اچولو سره د هند کار اسانه کړی، مننه چې په دې کار سره عمران خان د هند تر ټولو محبوب شو.

فياض الحسن چوهان وئيلي وؤ چې دا به ستاسو خواهش وي چې دا موضوع متنازعه کړي.

په یوه بل ټلویزیوني چینل کې یو تحلیل وړاندې شوی چې که عمران خان د لسو کلونو لپاره د پاکستان لومړی وزیر شي، د هند کار به اسانه شي.
یو بل هندي چینل راپور ورکړی چې د تحریک انصاف او پاکستان پوځ مخامخ شوي، د اعظم سواتي د خبري غونډې په اړه هندي رسنیو لیکلي چې د تحریک انصاف مشر عمران خان د پاکستان پر پوځ تورونه پورې کړي. دا ی هم لیکلي او ویلي دي چې د خان تحریک انصاف پاکستان له لوري په فوځ باندې د نیوکو باران شوې.

د هندي تلویزیون د فیاض الحسن کلیپ په ټولنیزو رسنیو کې په چټکۍ سره وائرل کیږي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载