د اې آر وایی ټي وي مالک انکار کړې چې د ارشد شریف د وژنې پلټنو په اړه کښې به پاکستان ته نه راځي

0
171

باغي ټي وي رپورټ
د اې آر وائی د خبري ادارې مشر سلمان اقبال د ارشد شریف د مقدمې په تحقیقاتو کې د مرستې لپاره پاکستان ته له راتلو انکار کړی دی.

په سوشل ميډيا جاري شوي يو بيان كښې سلمان اقبال وئيلي دي چې د ارشد شريف د مرګ په پلټنو كښې د ګډون كولو لپاره ويل كېږي۔ زه د مسلم ليګ (ن) په حکومت کې په خپلواکه پلټنو باور نه لرم، خو په دې لړ کې به له دوی څخه د پوښتنو ځوابونه ورکوي.

سلمان اقبال غوښتنه وکړه چې که د ارشد شریف دوسیه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ادارې تر څارنې لاندې ونیول شي نو دوی به ورسره بشپړ ملاتړ او همکاري وکړي.
سلمان اقبال اعتراف کړی چې د هغه دفتر د ارشد شریف سره بهر ته په تګ کې مرسته کړې وه. هغه وویل، ایا د یو ملګري سره مرسته کول جرم دی؟ زه د ارشد شریف په وژنه کې لاس نه لرم.

ياده دي وي چي د زيارت په ورځ ډي جي آئي ايس پي آر ليفټننټ جنرل بابر افتخار وئيلي وو چي د شهباز ګيل نيولو نه سمدستي وروسته د اے آر وائي سي اي او سلمان اقبال سينئر ايګزيکټيو نائب صدر عماد يوسف ته د ارشد شريف د بهر ليږلو هدايات ورکړي دي۔
د ډي جي ائي ايس پي آر له مخې ارشد شريف د اګست په لسمه پېښور څخه دوبۍ ته روان شو۔ د خيبر پښتونخوا حکومت ارشد ته تر هوايي ډګر پورې بشپړ پروټوکول ورکړې وو. د اې آر وائی د سلمان اقبال نوم په پرله پسې توګه د ارشد شریف قتل کیس کښې مخې ته راځي، سلمان اقبال دې بیرته راوستل شي او تحقیقات دې وشي.

دا خبره د یادونې ده چې د آئي ايس پي آر ډي جي ليفټننټ جنرل بابر افتخار په یو بیان کښې ویلي وو چې د شهبازګل تر نيولو وروسته سلمان اقبال عماد يوسف ته وئيلي وو چې ارشد شريف دې بهر ولېږل شي، سلمان اقبال دې بيرته پاکستان ته راوستل شي او هر اړخيزه پلټنې دې وشي.

په راولپنډۍ کې ميډيا بريفنګ په مهال ډي جي آئي ايس پي آر وويل چې مرحوم ارشد شريف، نورو خبريالانو او د سوشل ميډيا فعالانو هم په دې اړه خبرې اترې وکړې، د دې باوجود زمونږ په زړونو کې د ارشد شريف لپاره هيڅ نفرت نشته، نوموړي ویلی وو چې د ادارو په ضد دې پرته له کوم ثبوت کوم تور و نه لګول شي.

……………………………..

Leave a reply