په لنډیکوتل کښې احتجاجي لاریون پیل شو

0
87

باغي ټي وی رپورټ
د پاکستان او افغانستان پوله تورخم سره نزدې په لنډیکوتل کښې ځایی خلقو او مزدورانو د تورخم پوله د عام تګ راتګ لپاره د پرانستلو غوښتنه کړې ده.

نوجوانان قبایل تنظیم د مشرانو او غړو په لنډیکوتل بازار کښې په احتجاجي لاریون لاس پورې کړې دې او غوښتنه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمینځ پوله تورخم دې د عام خلقو د تګ راتګ لپاره پرانستل شي.
یاده دې وی چې د تورخم پوله په پاکستان کښې د کورونا مرض د مخنیوي لپاره د میی میاشتې نه تړل شوي دې او په پوله صرف دې طرف نه افغانانو ته د افغانستان تللو اجازت دې او د افغانستان نه پاکستاني وګړي کولې شي پاکستان ته راشي.
په تورخم پوله هغه افغانان چې مریضان دي او پاکستان ته د علاج لپاره راتلل غواړي، کولې شي چې د تورخم له لارې پاکستان ته سفر وکړي، یاد دې وې چې د تنظیم نوجوانان قبایل تنظیم مشرانو او نور ځای مشران او مزدوران وایی چې دتورخم پولې د بندیدو له وجهې دلته د غریبه خلقو کار ډیر بد متاثر شوې دې او دا پوله دې خلاصه شی چې ددې ځای غریبه مزدوران وکولې شي چې د خپل خاندان ساتنه وکړۍ شي. مزدوران وایی د پوله دې بندیدو له وجهې دوی ته سخت مالي مشکلات را پیښ شوي دي او ددوی ژوند د سختو ستونزو سره مخ شوې دې.

Leave a reply