وزیردفاع خواجه محمد آصف په یو بیان کښې ویلي دي چې هند میډیا عمران خان دومره ملاتړ کوي چې دومره ی مودي هم نه دې سپورټ کړې

0
87

باغی ټي وي رپورټ
ددفاع وزير خواجه محمد اصف وئيلي دي چې هندي ميډيا دا مهال د عمران خان هومره ملاتړ کوي څومره چې مودي نه کوي.

په سوشل ميډيا ديو بيان په مهال خواجه اصف وئيلي دي چې هندي ميډيا عمران خان ته پوره کوريج ورکوي کوم چې دپاکستان دپوځ اؤ ائي ايس ائي په ضد دمنفي ژبه خبرې کوي.

هغه وویل چې عمران خان د پاکستان د ابدي دښمن ویاند شو.
د دې نه علاوه وفاقي وزير احسن اقبال وئيلي دي چې د عمران نيازي وروستيو بيانونو دا ثابته کړې ده چې په يو چينل باندې د پوځ په ضد د شهباز ګيل بيان د عمران نيازي ماسټر مائنډ وو.

ياده دې وي چې د پاکستان تحريک انصاف مشر عمران خان په هندي ميډيا کې د ادارو په ضد د خبرو کولو له امله مشهور شو.
عمران خان په هندي رسنیو کې د بنسټونو پر ضد د خبرو له کبله مشهور شوی دی.

د پي ټي ائي مشر فياض الحسن چوهان ته د يو هندي چينل اينکرپرسن ويلي وو چې هند د عمران خان ایجنډا پېژني، عمران خان غواړي چې ISI افشا کړي او له همدې امله په هند کې شهرت لري.

Leave a reply