د عمران خان په لانګ مارچ کښې د وسله والو کسانو د راتګ اندیښنه شته، وړاندې هم د عمران خان په احتجاجونو کښې وسله وال کسان نیول شوي وو: رپورټ

0
93

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان تحریک انصاف په لانګ مارچ کې د وسله والو ډلو د لاس لرلو وېره شته او حکومت په دې لړ کې رپورټ ترلاسه کړی دی.

دسرچينو ترمخه په لانگ مارچ کې داشتهاري او مجرم عناصرو دګډون خبرونه هم ترلاسه شوي دي، په لانگ مارچ کې دتندروه عناصرو موجوديت دامن او نظم لپاره سخته ستونزه پيدا کولى شي.
سرچينې وائي چې علي امين ګنډاپور، شهريار آفريدي اؤ قاسم سوري ددغه ډلې مشري کوي، رپورټ کې وئيل شوي دي چې دپي ټي ائي په مخکیښنې مارچ کې هم وسله وال کسان نيول شوي وؤ.

دسرچينو ترمخه دپنجاب وزيراعلي دفتر دجرم لرونکو عناصرو داسانتياو لپاره کارول کيږي چې دپنجاب دحکومت په سرپرستۍ کې دامن اؤ نظم وضعيت په قابو کې ساتل کېدى شي.
سرچينې وائي چې د هیواد بیلا بیلو سیمو څخه د څخه دوسله والو او تندروو کسانو د راتګ اندیښنه شته اؤ ترهګر تنظيمونه هم ددغه صورتحال څخه ګټه پورته کولى شي.

ياده دي وي چي د پاکستان تحريک انصاف د چيئرمېن عمران خان په مشرۍ کښې د لاهور له لبرټي چوک څخه د اسلام آباد په لور لانګ مارچ پېل کړی دی.

Leave a reply