پي ټي آیی په ضد فارن فنډنګ قضیه، یو شمیر نور تورن کسانو د نیولو امر هم جاري شوې دې

باغی ټي وي رپورټ
د بهرنو مالي مرستو په مقدمه کې د پام وړ پرمختګ شوی چې پکې د يو شمېر ملزمانو د نيولو وارنټ جاري شوی دی.
د ايف آئي اے د سرچينو ترمخه د څو ملزمانو بهرنۍ فنډنګ په اړه درج شوي مقدمه کښې د ګرفتارۍ وارنټ جاري کړي شوي دي۔
دسرچينو له مخې د سيف الله، عارف مسعود نقوي، عامر محمود او طارق رحيم د نيولو وارنټ جاري کړل شوي دي.
د FIA سرچينې وايي د حامد زمان او منظور احمد د نيولو وارنټ هم جاري شوي دي.
دا خبره د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم د وفاقي تحقیقاتي ادارې (ایف آی اې) په تحقیقاتو کې د تحریک انصاف بهرنۍ فنډنګ کیس کې نور حقایق په ډاګه شوي.
د اسنادو له مخې په ۲۰۱۳م کې ټاکنې د ووټن کرکټ کلب څخه راغلې وې او د پي ټي ايي په انتخابي کمپاين کې يې فنډونه کارول شوي وو، تحريک انصاف دغه رقم اليکشن کمېشن ته افشا نه کړ او پټ يې وساتلو، له ووټن کرکټ څخه هم فنډونه ترلاسه شوي وو.






