کابل کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د “نینو” خصوصي روغتون پرانیسته وکړه.

0
96

کابل کې د عامې روغتیا سرپرست وزیر ډاکټر قلندر عباد د “نینو” خصوصي روغتون پرانیسته وکړه.

 

28 اکتوبر 2022

د عامې روغتیا وزارت په خپله یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلي چې د یاد وزارت سرپرست تیره ورځ د کابل ښار اتمه ناحیه کې د یو نوي جوړ شوي روغتون پرانیسته وکړه.

 

دغه روغتون د نسايي او ولادي په څانګو کې خدمات وړاندې کوي او د کابل ښار په اتمه ناحیه کې په معیاري ډول جوړ شوی دی.

دغه روغتون

د عامې روغتيا وزارت سرپرست د دغه روغتون د جوړېدو هرکلى وکړ او د معياري روغتيايي مرکزونو زياتوالى يې په هېواد کې يوه بيړنۍ اړتيا وبلله.

 

ډاکتر قلندر عباد د روغتيايي خدمتونو د عرضې ښه کول د دغه وزارت له لومړيتوبونو څخه وبلل او ټينګار يې وکړ چې په هېواد کې د روغتيايي خدمتونو د معياري کولو لپاره هلې ځلې کوو.

 

د عامې روغتیا وزارت سرپرست هم وویل چې په تېر کال کې مو د روغتیا په برخه کې په ځانګړې توګه د پولیو او واکسیناسیون په برخه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

اړوند موضوعات

د انتاني ناروغیو د روغتون ایمرجنسي برخه او لابرتوار په معیاري ډول فعال شو

ډاکټر قلندر عباد د روغتیا په برخه کې د ښځو ونډه مهمه وبلله او څرګنده یې کړه چې په ټولو روغتیايي برخو کې د ښځو شتون جدي اړتیا ده.

Leave a reply