طالبانو د قومي شناختي کارډ او پاسپورټ متعلق نوې فیصله وکړه

0
100

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان د مشرانو له طرف نه داسې اعلان شوې چې د افغانستان په نوي قامي شناختي کارډ او پاسپورټ به امارت اسلامي درج شي.

یاده دې وی چې وس د افغانستان په قومي شناختي کار او پاسپورټ باندې اسلامی جمهوریه افغانستان درج دي خو د طالبانو د حکم مطابق دې نه پس به په دې قومی شناختي کارد او پاسپورټ باندې امارت اسلامی درج شي.
د یو رسنې رپورټ مطابق کله نه چې په افغانستان د طالبانو کنټرول لاس ته راغلې نو د هغه ورځ نه په دې هیواد کښې د شناختی کارډ او د پاسپورټ دفترونه تړل شوي دي، طالب مشرانو اعلان کړې چې ډیر زر به ښځې کارکوونکې هم خپلو وظیفو ته را اوغواړي او د جونو سکولونو به هم پرانستل شي، طالب مشران وایی دوی د جونو سکولونو او ښځو کارمندانو لپاره ضروري انتظامات کوي.

Leave a reply