هرات ولایت کې د امرباالمعروف وزارت مسؤلینو د پسه د “خصیو” پخول منعه کړي دي

د دغه ولایت امرباالمعروف او نهی عن المنکر ادارې مشر ویلي دي چې د پسونو د لکۍ یا خصیو خوړل مکروه دي او یو له ګناهونو څخه ګڼل کیږي.
په هرات ښار کې یو شمېر باربیکیو پخونکي وايي چې د امرباالمعروف ادارې دوی ته خبرداری ورکړی چې د پسونو د خصیو له پخولو ډډه وکړي. که څه هم د پسونو خصي خوړل معمول نه دي؛ خو دا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د ډېرو خلکو د خوښې خواړه دي.
(2022 / 10 / 28 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د هرات سیمه ییزو چارواکو د دغه ښار په رستورانونو کې د پسونو د خصیو په پېرلو او پخولو بندیز لګولی دی.