د ملګري ملتونو په عمومي اسمبلۍ غونډه کښې به د افغانستان نمایندګي څوک کوي؟

0
218

باغي ټي وي رپورټ
د ملګري ملتونو د عمومي اسمبلۍ ۷۶ غونډه په نیویارک کښې پیل شوې ده او تر ۲۷ ستمبر پورې به جاري وي.

د امارت اسلامی افغانستان طالب مشرانو او د افغانستان وزیر خارجه مولانا امیرمحمد متقی ملګری ملتونو ته یو خط لیږلې او غوښتنه شوې چې ددوی نماینده ته دې په غونډه کښې د وینا حق ورکړې شي، په خط کښې د ملګري ملتونو لپاره د امارت اسلامی افغانستان ویاند سهیل شاهین د ملګري ملتونو لپاره سفیر ټاکلې دې.
یاده دې وی چې په ملګری ملتونو کښې د افغانستان نماینده غلام اسحاق زی دې او د عمومي اسمبلۍ ته د افغانستان د طرف نه هم ددې نامه لیکل شوې ده.
په جیو نیوز ویب پانړه چاپ یو رپورټ مطابق داسې ویل چې وس ناممکنه ده چې د امارت اسلامی افغانستان کوم نماینده د ملګري ملتونو د عمومي غونډې ته وینا وکړه ځکه چې د ملګري ملتونو د اصولو مطابق د علام اسحاق زی نامه د اول نه لیکل شوي ده او که بیا څه ستونزه پیدا کیږي نو امکان لري چې د افغانستان له طرف نه هیڅوک هم عمومي غونډې ته وینا و نه کړي.

Leave a reply