مريم نواز او کيپټن رېټائرډ صفدر ته په ايون فیلډ ريفرنس کې ورکړل شوې سزا غير عادلانه او بلا جواز وه: اسلام آباد هایی کورټ

0
150

باغی ټي وي رپورټ
اسلام اباد هائيکورټ خپل تفصيلي فيصله کې وئيلي دي چې مريم نواز اؤ کيپټن رېټائرډ صفدر ته په ايون فیلډ ريفرنس کې ورکړل شوې سزا غير عادلانه ده، نيب خپله مقدمه ثابتولو کې پاتې راغلې، ثبوتونه ملزمانو ته نۀ شي سپارلى، د مقدمې اورېدنه عدالت رد کړې ده. پر نواز شریف د فساد تورونه ولګول شول چې پر ضد یې هیڅ اپیل نه دی شوی.

د اسلام اباد هائي کورټ د عامر فاروق او جسټس محسن اختر کياني په مشتمل دوه کسيزه ډويژن بينچ په ايون فيلډ ريفرنس کښې د مريم نواز او کيپټن صفدر د سزا خلاف اپيلونو ته د 41 صفحو تفصيلي فيصله جاري کړه۔
په فيصله کې وئيل شوي دي چې داستخباراتي محکمې نوازشريف په ضد دکرپشن تورونه رد کړل چې په ضد يې هيڅ اپيل نۀ ؤ داخل شوى، د نوازشريف په ضد يواځينۍ تور د آمدن څخه زياتې اثاثې دي، د ايون فيلډ اپارتمانونو ملکيتونه د نوازشريف سره وتړل شول.

Leave a reply