د پاکستان د بهرني اسعارو زیرمو کښې کمښت راغلې دې
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان سټيټ بينک د کورنې بهرنۍ اسعارو ذخائر جاري کړي دي.
د دولتي بانک د معلوماتو له مخې، د اکتوبر د ٢١مې نېټې په پاى کې د کورنيو اسعارو د اسعارو زېرمې ٨.٨٧ ميليونه ډالره کمې شوې، په داسې حال کې چې د اکتوبر تر ٢١مې نېټې پورې د کورنيو بهرنيو اسعارو زېرمې ١٣.١٦ ميليونه ډالره وې.
د سټيټ بينک ترمخه د خپل ذخائر 15 کروړه 73 لاکه ډالره کم شوي د اکتوبر تر 21 مې نيټې پورې د سټيټ بينک د بهرنۍ اسعارو ذخيره 7.43 اربه ډالره پاتې وه.
د پاکستاني روپۍ په مقابله کښې نن امریکایی ډالر ارزښت نور هم زیات شوې دې. ن په انټربینک ایکسچینج کې هم د ډالر ارزښت لوړ شوی دی.
نن دکارباري ورځ په مهال د ډالر په نرخ کې 82 پيسې زياتوالى راغلى چې له هغې وروستو په انټر بينک کې د ډالر ارزښت 221 روپۍ 50 پيسې ته رسيدلى دى.
سټيټ بينک وايي د اسيايي پرمختيائي بانک څخه ترلاسه شوي ذخيرې به د اکتوبر د ٢٨مې نيټې د بهرنيو اسعارو په شميرو کې شاملې شي.
دا خبره د یادونې ده د پاکستان سټاک ایکسچینج پرون ورځ منفي سوداګریزه وه او د 100 انډیکس 650 پوائنټونه له لاسه ورکړل.
نن ورځ، د 100 شاخص د 650 پوائنټونو په 41,540 کې وتړل شو.
په بازار کې 26 کروړه حصص په 7.71 اربه روپو تجارت شوي، د بازار سرمایه 80 اربه روپۍ کمه شوې چې 6 زره 744 اربه روپۍ ته رسیدلې.