په کینیا کښې د پولیسو له لوري قتل کړې شوې ژورنالسټ ارشد شریف د پوسټ مارټم راپور تیار کړې شوې او جاري شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د سينئر خبريال او اينکر ارشد شريف د پوسټ مارټم ابتدائي رپورټ تيار کړے شوے دے۔د ارشد شریف پوسټ مارټم د پمز هسپتال د اته کسیز طبي بورډ لخوا ترسره شو، د ابتدايي رپورټ له مخې د مړې داخلي او خارجي معاینات ترسره شول.

د لومړنیو معلوماتو له مخې ارشد شریف په سر او ښۍ سږو کې د ډزو له امله مړ شوی دی.په لومړنيو راپورونو کې ویل شوي چې ارشد شریف د ډزو نیم ساعت وروسته مړ شوی، د ارشد شریف د زړه، پښتورګو، سږو او معدې نمونې ساینس لابراتوار ته استول شوي دي.
د پوسټ مارټم وروستی رپورټ به د فارنزیک نه وروسته چمتو شي.ياده دې وي چې سينئر خبريال ارشد شريف څو ورځې وړاندې په کينيا کې په ډزو وژل شوی ؤ، مړی يې پرون له کينيا څخه پاکستان ته ورسيد.
په کینیا کې وژل شوی وتلی خبریال ارشد شریف خاورو ته وسپارل شو.

د ارشد شریف د جنازې لمونځ د اسلام اباد په فیصل جومات کې ادا شو چې پکې ګڼ شمېر ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو، خبریالانو او عامو خلکو ګډون کړی و. وروسته ارشد شریف په H-11 هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

ياده دې وي چې سينئر خبريال ارشد شريف څو ورځې وړاندې په کينيا کې په ډزو وژل شوی ؤ، مړی يې پرون له کينيا څخه پاکستان ته ورسيد.

پاکستان ته له رسیدو وروسته د ارشد شریف پوسټ مارټم ترسره شو او د هغه د پلټنو لپاره د حکومت لخوا یوه لوړ رتبه کمیټه هم جوړه شوې وه چې د تحقیقاتو لپاره کینیا ته تللې ده.
دا خبره د یادونې ده چې نن د پاکستان فوځ ویاند ډي جي آیی ایس پی آر ليفټننټ جنرل بابر افتخار په خبرې غونډه کښې زياته کړه چې د شهبازګل تر نيولو وروسته سلمان اقبال عماد يوسف ته ويلي وو چې ارشد شريف دې بهر واستول شي. هغه اوویل چې سلمان اقبال دې د نورو پلټنو لپاره پاکستان ته راوستل شي.

هغه وویل مونږ ټول باید د تحقیقاتو کمیسیون ته انتظار وکړو او په خپلو ادارو باور ولرو.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载

wps下载

有道翻译下载