په کینیا کښې د پولیسو له لوري وژل شوي خبریال ارشد شریف د جنازې نمونځ په اسلام آباد کښې ادا کړې شو

0
191

باغی ټي وي رپورټ
په کینیا کې وژل شوی وتلی خبریال ارشد شریف خاورو ته وسپارل شو.

د ارشد شریف د جنازې لمونځ د اسلام اباد په فیصل جومات کې ادا شو چې پکې ګڼ شمېر ټولنیزو او سیاسي شخصیتونو، خبریالانو او عامو خلکو ګډون کړی و. وروسته ارشد شریف په H-11 هدیره کې خاورو ته وسپارل شو.

ياده دې وي چې سينئر خبريال ارشد شريف څو ورځې وړاندې په کينيا کې په ډزو وژل شوی ؤ، مړی يې پرون له کينيا څخه پاکستان ته ورسيد.
پاکستان ته له رسیدو وروسته د ارشد شریف پوسټ مارټم ترسره شو او د هغه د پلټنو لپاره د حکومت لخوا یوه لوړ رتبه کمیټه هم جوړه شوې وه چې د تحقیقاتو لپاره کینیا ته تللې ده.
دا خبره د یادونې ده چې پاکستانې خبریال په کینیا کښې د پولیسو له لوري وژل شوي دي او د کینیا پولیسو هم منلې دې چې ارشد شریف د غلط فهمۍ له امله د پولیسو په ډزو اووژل شو چې په دې وخت کښې پولیسو د یو تښتول شوي موټر لار بنده کړې وه او د ارشد شریف ګاړي سرغړونه وکړه او پولیسو ته و نه دریدو.
………………….

Leave a reply