د خبریال ارشد شریف په وژنه کښې د دریمې پارټۍ امکان شته: ډي جي آی ایس پي آر

0
97

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان د پوځ وياند ليفټننټ جنرل بابر افتخار وايي د خبريال ارشد شريف په پيښه کې د دریمې پارټې لاس کیدې شي چې د هغه وژنې څخه ی ګټه پورته کړې وي.

د پاکستان د پوځ وياند له ډي جي اى ايس اى سره د يوې خبري غونډې پر مهال وويل، چې ارشد شريف بې له شکه يو ډارن خبريال و، له هېواده د ارشد شريف د وتلو لاملونه او د وژنې حقايق بايد په ډاګه شي.
هغه وویل چې د ارشد شریف د دوسیې په اړه په کینیا کې هم پلټنې روانې دي او باید په خپله کچه دا هم وڅیړو چې د ارشد شریف له مرګه څوک ګټه پورته کوي.

هغه وويل چې ارشد شريف د سيفر په اړه ډېر پروګرامونه کړي وو، دا هغه څه هم رابرسېره شوي چې ښايي هغه ته د سيفر دقيقې ښودل شوي وي.د ارشد شریف په وژنه کې د بل هیواد د لاس لرلو په اړه د پوښتنې په ځواب کې ډي جي آی ایس پي آر وویل چې د ارشد شریف په قضیه کې دریمه ډله هم لاس لري.
…………………………………………..

Leave a reply