عمران خان د ارشد شریف په مړي سیاست کول غواړي، عمران خان د ارشد شریف په وژنه لوبې کوي: صوبایی وزیر، سید غني

0
112

باغي تي وي رپورټ
صوبايي وزیر سعید غني وايي عمران خان هم د ارشد شریف له غمیزې سره د لوبې کولو هڅه کوي.

ميډيا سره خبرو کښې د پي ټي آئي رهنما سعيد غني اوويل چې عمران خان سره څه معلومات دي کوم چې هغه د چا سره نه دي شريک کړي او ارشد شريف بهر ته استولي دي۔

ده ووئيل فیصل واوډا د عمران خان تر ټولو نېږدې كس ګڼل كېږي، كه فیصل واوډا په ځينو اشارو كښې خبرې كړې وي نو مونږ يې په سپکه نه ګورو۔
هغه د فیصل واوډا خبري غونډې ته په اشارې سره وویل چې یو څه معلومات لري او په راتلونکو ورځو کې به په ډاګه شي.

ياده دې وي چې فيصل واوډا د اسلام اباد په نېشنل پريس کلب کې يوه خبري غونډه کړې وه چې پکې يې د سينئر خبريال ارشد شريف د وژنې او لانګ مارچ په اړه خبرې کړې وې.

فيصل واوډا خبري کانفرنس ته په وينا کې وويل د ارشد شريف وژنه هغه وژنه ده چې په پاکستان کې پلان شوې وه، په لانگ مارچ کې وينه تویدل ویني، لانګ مارچ کښې به جنازې وي او د وارداتي شخصيتونه به راغورځول شي.
مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال پي ټي آئي د فيصل واوډا ابتدائي رکنيت معطل کړے او هغه ته ئي د شوکاز نوټس جاري کړے دے۔
……………………………

Leave a reply