طالبانو ډلو کښې هیڅ اختلاف نشته: حماسي

0
86

باغي ټي وي رپورټ
د امارت اسلامی افغانستان مخکښې مشرشیخ عبدالحمید حماسي په یو بیان کښې ویلي دي چې د طالبانو ترمینځ هیڅ کوم اختلاف نشته او ټول مشران په یوه خله او په یو اتفاق دي.

حماسي اوویل چې طالبان مشران د هیواد د چارو سممبالښت طاقت لری او ددوی ترمینځ هیڅ کومه جهګړا یا اختلاف نشته دی او خلق دې په آواز او پروپیګنډو پسې نه ځي.
حماسي چې یوې غونډې ته ی وینا کوله اوویل چې داسې خلق به بیا کله هم په افغانستان کښې واک ته و نه رسیږي چې د اولس د وینوتږي وی او دا چې دوی د غلامی فکرونه کوي.
نوموړي اوویل چې د امارت اسلامی افغانستان مشران د نړۍ هیوادونو سره په اړیکو کښې دې او د طالبانو به نړۍ سره اړیکي ډیر زر فعالې شي.
دوی اوویل چې خلق دې په دې آوازو پسې نه ځي د کویټې شورای او د حقاني ګروپ ترمینځ اختلاف او جهګړا ده،دوی اوویل چې ټول مشران متحد دي.
نوموړی اوویل چې شل کاله چې طالبان چا غلامان نه کړل نو دې نه پس خو ی هیڅوک هم نه شي غلامان کولې.
حماسي اوویل چې د طالبانو فکر د ټول افغان اولس فکر دې او دا چې د امارت اسلامی کنټرول ترلاس کولو نه پس په هیواد کښې د فساد او جرمونو کچه ډیره ټیټه شوې ده.
نوموړی اوویل چې په بیرغ هیڅ لانجه نه ده په کاراو زیاته ی کړه چې دا سپین بیرغ هیڅ کوم مشکل نه لري .

Leave a reply