امریکا له لوري د تیلو بیړنۍ زیرمو کارول، سعودري عرستان په دې غصه څرګنده کړې ده

باغی ټي وي رپورټ
سعودي عربستان د امریکا لخوا د تیلو د بیړني زیرمو د کارولو په اړه خپله غوسه څرګنده کړې او دا یې په بازارونو کې د نفوذ هڅه بللې ده.
د سعودي عربستان د انرژۍ وزیر شهزاده عبدالعزیز بن سلمان د سعودي په پلازمینه ریاض کې د پانګونې په یوه کنفرانس کې د وینا پر مهال وویل چې خلک خپلې بیړنۍ زیرمې خوشې کوي، مخکې یې هم دا کار کړی دی چې د یوه میکانیزم په توګه په بازارونو کې نفوذ وکړي که څه هم اصلي هدف یې د پایښت پای ته رسول وو.
هغه خبرداری ورکړ چې دا زما اصولي مسؤلیت دی چې نړۍ ته دا روښانه کړم چې په راتلونکو میاشتو کې د تېلو د بیړني زیرمو کمیدل خورا دردناک ثابت کیدی شي.
دوی وویل چې زه اورم چې تاسو زموږ سره یاست که زموږ خلاف؟ ایا د دې لپاره کومه ساحه شتون لري؟ موږ د سعودي لپاره یو او موږ د سعودي خلکو لپاره یو.
هغه د سعودي او واشنګټن ترمنځ د څو لسیزو دوستۍ په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، “زه فکر کوم چې سعودي عربستان د هوښیارۍ د ښودلو پرېکړه کړې او پروا نه لري، وبه ګورو چې څه کېږي”.
شهزاده عبدالعزیز په خپله وینا کې د اضطراري زیرمو په اړه د امریکا یادونه نه ده کړې، خو تېره اوونۍ د امریکا ولسمشر جوبایډن له خپلو ستراتیژیکو زېرمو څخه د ۱۵ میلیونه بېرلو تېلو د ایستلو اعلان وکړ.
امریکا د اوکرایین له جګړې راهیسې له خپلو ستراتیژیکو زېرمو څخه ۱۸۰ میلیونه بېرله د تېلو د بیو د کنټرول لپاره خوشې کړي دي.
………………………





