ایران کښې د شاه چراغ پر مزار ترهګریز برید شوې، ۱۵ زیارت کوونکي اووژل شول

د ایران په شیراز ښار کې د شاه چراغ پر مزار په ترهګریز برید کې ۱۵ زیارت کوونکي وژل شوي او ۴۰ نور ټپیان دي.
د ایراني رسنیو د راپور له مخې، د زیارت په انګړ کې درې وسله والو کسانو پر زیارت کوونکو ډزې کړي، چې په پایله کې یې ۱۵ تنه وژل شوي او ۴۰ تنه ټپیان شوي دي.
ایراني رسنۍ وايي، له ډزو وروسته دوه بریدګر نیول شوي او یو بریدګر په تېښته بریالی شوی دی.
تر اوسه د برید د مسؤولیت په اړه جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو د ایران خبري اژانس وايي چې د برید نوعیت ښيي چې داعش ډله په کې لاس لري.





