د افغانستان ا.ا یو مهم مشر د حماس ډلې مشر سره لیدلي دي، د فلسطین ی بشپړ ملاتړ کولو ډاډ ورکړې دې
باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کې د طالبانو د حکومت اصلي ویاند ذبیح الله مجاهد د فلسطین د مقاومت غورځنګ حماس له مشر اسماعیل هنیه سره کتلي دي.
د افغانستان دولتي اژانس وايي، په ترکیه کې د طالبانو او حماس د استازو ترمنځ غونډه شوې، چې په کې د افغانستان او فلسطین پر وضعیت خبرې شوې دي.
په دې کتنه کې د طالبانو پلاوي د فلسطین مسئله د ټول امت مسئله وبلله او د فلسطین له مسئلې څخه یې د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ.