د البانیا لومړی وزیر وايي چې نړیواله ټولنه دې دا ځل افغانستان یوازې نه پرېږدي

0
146

د البانیا لومړی وزیر وايي چې نړیواله ټولنه دې دا ځل افغانستان یوازې نه پرېږدي

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګڼو نورو هېوادونو ولسمشرانو هم خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې نړۍ باید د افغانانو تر څنګ ودرېږي.

 

(2021 / 9 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)

البانیا وایي نړیوال دې دا ځل افغانان په یوه څلورلارې کې نه پرېږدي.

د البانیا لومړي وزیر د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلې ته د خپلو خبرو پر مهال ویلي د نړیوالو مسوولیت دی چې په افغانستان کې د تېرو کلونو لاس ته راوړنې وساتي او اجازه ور نه کړي چې دغه هېواد ته یو ځل بیا تیارې راوګرځي.

دده په خبره هېواد یې د افغانانو تر څنګ ولاړ دی او له نړۍ هم غواړي چې افغانان دې یوازې نه پرېږدي.

هغه زیاته کړې چې هېواد یې ګڼ ورغلي افغانان منلي دي او دوی بشري مرستو ته تیار دي.

تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د ګڼو نورو هېوادونو ولسمشرانو هم خبرې کړې دي او ټینګار یې کړی چې نړۍ باید د افغانانو تر څنګ ودرېږي.

Leave a reply