د کینیا پولیسو دریځ بدل کړو، لومړې د ارشد شریف د ګاړي څخه په پولیسو ډزې وشوې

باغی ټي وي رپورټ
د کینیا پولیسو د ارشد شریف د وژنې په اړه خپل دریځ بدل کړی او اوس ادعا کوي چې د ارشد شریف موټر څخه لومړې په پولیس اهلکارو ډزې وکړې چې یو کانسټبل یې ټپي کړ او په ځوابي ډزو کې ارشد شریف باندې پولیسو ډزې اوکړې او په پایله کښې ی هغه ووژل شو.
تر دې مخکې د کینیا د پولیسو په راپور کې ویل شوي وو چې ډزې هغه مهال شوې چې د ارشد شریف موټر نه و درول شوی.
د کينيا ميډيا له مخې د پېښې په ورځ ارشد شريف او خرم احمد د نيروبي نه لرې په کاموکورو کې په يو تفريحي کمپلکس کې وخت تېر کړی و چې په کمپلکس کې د شوټينګ رينج د تير اندازې مينه والو کې شهرت لري.
دپوليسو ترمخه موټر چلوونکى خرم احمد دپاکستاني نذير احمد نوم کړى ؤ چې په ٢٦ کيلومترۍ لرې دترينگا اوسېدونکی ؤ. د رسنیو د راپور له مخې هغه موټر چې د غلا د راپور پر اساس بند شوی او د ارشد شریف موټر د یوې بلې کمپنۍ وو.
دا خبره د یادونې ده چې د کورنیو چارو وزارت په کینیا کې د خبریال ارشد شریف د وژنې د پلټنو لپاره د یوې درې کسیزې کمېټې د جوړولو نوټیفیکیشن جاري کړی دی.
د نوټيفيکيشن ترمخه د وفاقي تحقيقاتي بيورو (ايف آئي اے) ډائريکټر اطهر وحيد، ډپټي ډائريکټر جنرل انويسټيګيشن بيورو (آئي بي) شاهد حامد او د انټر سروسز انټليجنس (آئي ايس آئي) ليفټننټ کرنل سعد احمد به د تحقيقاتي ټيم سره شامل وي۔






