په کراچۍ کښې سیلاب ځپلې ماشومه باندې جنسي تیرې، سندهه هایی کورټ ی نوټس اخستې دې

باغی ټي وی رپورټ
د سندهـ هائي کورټ چيف جسټس احمد علي ايم شيخ په کلفټن کښې د سيلاب ځپلې ماشومې سره د اجتماعي جنسي تيري نوټس اخستې دې۔
د سندهـ هائي کورټ رجسټرار وايي چيف جسټس په اخبارونو کې په خپرو شوؤ خبرونو د پيښې نوټس اخستى اؤ چيف جسټس احمد علي ايم شيخ ډي آئي جي ساوتھ ته په 27م اکتوبر په خپل شخصي ظرفيت کې د جمعې په ورځ طلب کړى دى.
چيف جسټس د سندهـ هائي کورټ ايس ايس پي انويسټيګيشن ساوتھ ون ته هم د پيښي د تحقيقاتو په اړه رپورټ ورکولو سره په ذاتي توګه حاضريدو حکم ورکړے دے۔
ياده دې وي چې تيره ورځ د کراچۍ په کلفټن سيمه کې د سيلاب ځپلې ماشومې سره د ډله ييز جنسي تيري راپورونه مخې ته راغلي وو چې پکې پوليسو کارروائي کړې وه او يو ملزم يې په کراچۍ او بل په سندهـ کې نيولی وو.
دا خبره د یادونې ده چې د کراچۍ په کلفټن سیمه کې پر یوې نجلۍ د جنسي تېري تورن کس د دفاع وزارت له خوا نیول شوی دی.د سرچينې د معلوماتو له مخې، د تورن موټر نيول شوى او د نورو تورنو د نيولو لپاره پلټنې روانې دي.سرچینه زیاتوي، چې د تورنو کسانو د طبي معایناتو لپاره چمتووالی نیول شوی او نورې پلټنې روانې دي.
د پوليس وينا ده چي ملزم د سي سي ټي وي په مرسته نيولي شوي دي چي يو ملزم غلام رسول ګرفتار کړے شوے او بل ملزم خالد لونډ فرار دے
………………..





