د نړۍ تر ټولو چټل ترین سړی چې له اوبو یې نفرت کېده ومړ

د نړۍ تر ټولو چټل ترین سړی چې له اوبو یې نفرت کېده ومړ
د راپور له مخې، هغه له 60 کلونو راهیسې غسل نه دی کړی او د صحي خوړو له خوړلو یې ډډه کړې، هغه پدې باور ؤ ، چې د روغتیا ساتلو لپاره باید له حمام او تازه خوړو څخه ډډه وشي.
(2022 / 10 / 26 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
یو ایرانی وګړی چې د حمام د نه کولو له امله د نړۍ تر ټولو ناپاک سړی بلل کېده، په ایران کې د ۹۴ کلونو په عمر ومړ.
د ايران دولتي خبري اژانس د عقرب په درېيمه نېټه خبر ورکړ چې دغه سړی چې نوم يې “کاکا حاجي” و او د ايران د فارس ولايت د ديزګاه په کلي کې اوسېده، مړ شوی دی.
د راپور له مخې، هغه له 60 کلونو راهیسې غسل نه دی کړی او د صحي خوړو له خوړلو یې ډډه کړې، هغه پدې باور ؤ ، چې د روغتیا ساتلو لپاره باید له حمام او تازه خوړو څخه ډډه وشي.
په دغه راپور کې ویل شوي چې د سیمې خلک د کاکا حاجي درناوی کاوه او تل به یې د هغه د حال پوښتنه کوله.
ارینا وايي، څو کاله وړاندې کله چې د دزګاه کلي ځوانانو د کاکا حاجي لپاره د حمام د برابرولو هڅه وکړه، هغه وتښتېد او کله چې ځوانانو هڅه وکړه چې د مينځلو لپاره سمندر ته بوځي، دغه سړی د دوی له منګولو وتښتېد.
د دغه راپور پر بنسټ، څو میاشتې وړاندې کلیوالو یو ځل بیا د کاکا حاجي د وینځلو هڅه وکړه او حمام ته یې یوړل او پاک یې کړ.
دا بوډا سړی چې ویل کیږي په کې دیکله چې ځوان و، احساساتي ستونزې یې درلودې او هیڅکله یې واده نه و کړی، له خلکو او ټولنې څخه یې ډډه وکړه او یوازیتوب او انزوا یې غوره کړه، څو کاله یې د چت لاندې ژوند کاوه او په ګرمۍ او یخنۍ کې یې په آزاده هوا کې وخت تیر کړ. په ۲۰۱۳ کال کې یوې ایرانۍ رسنۍ د دغه سړي د عجیب ژوند په اړه یو مستند فلم جوړ کړ.






