طالبانو د کابل ځینو سیمو کې د مسعود انځورونه څیرلي

0
45

طالبانو د کابل ځینو سیمو کې د مسعود انځورونه څیرلي

وروسته تر هغۀ چې طالبان پۀ کابل واکمنان شوي ځینې سیمو کې د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود انځورونه څیرلي دي.

 

(2021 /8 / 18 نېټه باغي ټلویزیون)

د تېرې یکشنبې ورځ طالبان د کابل ښار پۀ ګډون لۀ پنجشیر پرته نور ټول ولایتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل، دوی نن پۀ تازه اقدام کې د کابل لۀ یو شمېر سیمو د پخواني جهادي قومندان احمدشاه مسعود انځورونه څیرلي، د طالبانو دغې کړنې پۀ ټولنیزو رسنیو کې د افغانستان د خلکو منفي او مثبت غبرګونونه راپارولي دي.

همدا راز تېره ورځ د غزني ولایت کې کومه څلور لاره چې د مسعود پۀ نوم نومول شوې وه، ورڅخه د مسعود نوم او انځور لرې کړل شو او پر ځای یې د خپلې ډلې د یو وژل شوي کس انځور ولګاوه او یاده جاده یې  د خپل وژل شوي کس پۀ نوم ونوموله.

د یادونې وړ ده چې تېره شپه ناوخته د بامیانو ولایت کې د عبدالعلي مزاري لۀ تیږې جوړه شوې مجسمه هم پۀ بمونو الوځول شوې ده.

Leave a reply