ډي آیی جي مردان د شهید کړې شوی اهلکار کور ته ورغلې ، د کور غړیو سره ی خواشینې څرګنده کړې

باغی ټي وي رپورټ
د مردان ريجن ډي آئي جي محمد علي خان په چارسده کښې د شهيد شوي کانسټيبل بلال جان کور ته ورغلي، د شهيد د کورنئ غړو سره ئي ملاقات او د شهيد لپاره فاتحه خواني اوکړه۔
د تفصيلاتو ترمخه ډي آئي جي مردان ريجن محمد علي خان د چارسدې دوره وكړه او د شرپسندانو لخوا د شهيد شوي كنسټيبل بلال جان كور ته لاړ او د شهيد كورنيو سره يې د غمرازۍ او خواخوږۍ څرګندونه وكړه او د شهيدانو روح ته يې دعا وكړه۔ شهید ته یې د لوړو درجو لپاره فاتحه وکړه. په دي موقع ډي پي او چارسده سهيل خالد او ډي ايس پي سټي احسان شاه هم موجود وو۔
ډي آئي جي مردان محمد علي خان وئيلي دي چي د شهيد بلال جان قربانۍ به ضائع نه شي او قاتلان به ئي زر تر زره ونيول شي او عدالت ته به وړاندي کړے شي۔ نوموړي د پوليسو لوړ پوړو مسوولينو ته لارښوونه وکړه، چې د شهيد کورنۍ ته پوره پاملرنه وکړي او د شهيدانو وارثانو ته دې د ژر تر ژره د ورکړې په برخه کې بېړني تدابير ونيسي.
ده ووئيل چې د پوليس شهيدان زمونږ د سرونو تاج دي او د هغوي د لازياتي قربانيو په نتيجه كښې په صوبه كښې امن رامينځته شوى او ډاډ يې وركړو چې د پوليس شهيدانو كورنۍ به يوازې نه پرېږدي او د هغوي د فلاح لپاره به ټول وسائل په كار اچولې شي۔ همدا راز یې پر خپلو ژمنو ټینګار وکړ چې د ملي ګټو او د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره به له هیڅ ډول قربانۍ څخه ډډه ونه کړي.






