په کوهاټ کښې د ملک نورو برخو په شان د پولیو ضد کمپاین دوام لري

0
199

باغی ټي وي رپورټ
په کوهاټ کښي د پوليو ضد مهم په دويمه ورځ هم په کاميابۍ سره جاري وو
ډي پي او کوهاټ شفيع الله خان ګنډاپور پخپله ميدان ته لاړو او د پوليو ټيمونو د امنيت جاج يې واخستو او ماشومانو ته يې د پوليو څاڅکي په ورکولو سره د پوليو ضد مهم کښې برخه واخسته.
د پوليو پر ضد د پنځه ورځني کمپاين په ترڅ کې په ولسواليو کې د پوليسو ګڼ شمېر ځواکونه ځاى پر ځاى شوي دي
امنیت په ټوله ضلع کې په لوړ خبرتیا کې دی پداسې حال کې چې SDPOs او SHOs په دوامداره توګه د پولیو کمپاین امنیت څارنه کوي.
د دغه کمپاين په ترڅ کې به په ټوله ولسوالۍ کې تر پنځو کلونو کم عمره ماشومانو ته د پوليو ضد واکسين ورکړل شي.
ډي پي او کوهاټ د پوليس اهلکارو نه په کلکه غوښتنه کړې چې د خپل ځان او د پوليو ټيمونو د حفاظت لپاره د بلټ پروف جيکټونو او هيلمټ استعمال يقيني کړي.
پوليس اهلکارو ته هم هدايات شوي چي د سيکورټي ډيوټي دوران موبائل فون استعمال نه کړي۔
………………………..

Leave a reply