د فساد ضد ادارې کویټه کښې د رشوت اخستلو په تور تورن دوه کسان نیولې دي

0
56

باغی ټي وي رپورټ
په کوئټه کښي اينټي کرپشن اهلکار د بروري پوليس سټيشن هيډ کانسټيبل او يو ايجنټ د رشوت اخستلو په وخت کښي ګرفتار کړي او دوه لاکه روپئ ئي قبضه کړي دي۔

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رياست د مسوولينو په وينا، د مسلم باغ اوسېدونکي محمد طاهر د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې رييس ته عريضه کړې وه، چې ورور مې د درملنې لپاره د بي ايم سي روغتون ته راغلى و، چې د بروري ولسوالۍ د پوليسو له خوا نيول شوى دى. او د هغه د خلاصون لپاره یې دوه لکه روپۍ غوښتې دي.
د اداري فساد په ضد د ډپټي ډائريکټر کامران بشير په مشرۍ کښې ټيم د جوډيشل مجسټرېټ سره په ګډه د بروري پوليس سټيشن هيډ کانسټيبل ناصر خان او د هغه يو سهولتکار عامر جان د يو لک روپو نقدي روپو په تور نيولي دي۔

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وايي تمه لري چې د رشوت په دې قضیه کې نور چارواکي هم ونیول شي.
…………………..

Leave a reply