کراچۍ کښې د یو جینې سره د جنسي تیري کولو په تور تورن دوه کسان پولیسو نیولې دې

0
85

باغی ټي وي رپورټ
د کراچۍ په کلفټن سيمه کې پر يوې نجلۍ د جنسي تېري دوه تورن کسان نيول شوي، د اطلاعاتو صوبايي وزير شرجيل ميمن هم د تورن د نيولو پخلی کړی دی.

دپوليسو وينا ده چې يو ملزم دکراچۍ او بل تن د تندوالهيار څخه نيول شوى دى.پوليس وايي دواړه تورن کسان د سي سي ټي وي په مرسته نيول شوي دي.
بل خوا جيو نيوز د ملزم د ګاډي سي سي ټي وي فوټيج ترلاسه کړي دي۔پولیس وايي د تورنو کسانو د درملنې لپاره یې تدابیر نیولي دي.

د تفصیلاتو له مخې په دغه ماشومه دوه ورځې وړاندې جنسي تیری شوی وو، د متاثره کورنۍ د سیلاب له وجې د سندهـ د شکارپور ضلعې څخه کراچۍ ته راغلې وه، د پلار سیوري د نجلۍ په سر نه ده، ماشومان د مور سره کراچۍ ته راغلي وو چې کلفټن ته یې خوب کاوه. په سړک کې د عبدالله شاه غازي له مزار څخه لنګر خوړل.
د پولیسو په وینا، دغه نجلۍ سهار ورکه شوې وه او کله چې ماښام بېرته خپلې مور ته راغله، نو وضعیت یې ښه نه و.

د ايډيشنل آئي جي کراچۍ په امر يوه انکوائري کميټي جوړه کړې شوې کومه چې د دې معاملې پلټنه کوي۔

Leave a reply